کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په هلمند ولايت کې کولرا ته ورته يوې ناروغۍ شل تنه مړه کړي او لسګونه نور پرې اخته شوي دي.
چارواکي وايي، دا ناروغي د دغې ولايت په باغران ولسوالۍ کې پيدا شوې ده.
روغتيايي چارواکي وايي، ياده ناروغي چې کولارا ته ورته ده او شديد «اسهالات» په انسان لګېږي چې تر اوسه پرې ۱۲۰ کسان اخته شوي چې له جملې يې شل کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند روغتيايي مسوولين وايي، چې سيمې ته ګرځنده روغتيايي ډله رسېدلې او د ناروغانو لومړنۍ تداوي يې پېل کړې ده.