د ولسي جرګې پخوانۍ غړې: په ډېرو کورنیو او بهرنیو انجوګانو کې مېرمنې د لوړ معاش په بدل کې نامناسبه کارول کېدې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴ جدي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې آرين يون وايي، چې په ډېرو کورنیو او ټولو بهرنیو انجوګانو کې مېرمنې د یوه خاص اصل له مخې ځایول کېدې، د لوړ معاش په بدل کې نامناسبه کارول کېدلې.

دا څرګندونې آرين يون ته په منسوبې يوې ټويټر پاڼه کې ليکل شوي او زياته کړې ده، د بهرنیو موسساتو موخه که موږ سره مرسته وي، باید زموږ دیني/کلتوري اصول ومني.

آغلې يون ليکلي، بهرنۍ انجوګانې د اخلاقي فساد مرکزونه وو، د مناسب چاپیریال برابرېدل پکې اړین دی.

د يادونې ده، چې د ا.ا.ا په يوه تازه پريکړه کې اعلان کړی چې په ټولو بهرنيو او داخلي مؤسسو کې مېرمنې نه شي کولای چې تر امر ثاني پورې دندې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button