کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه پلاوي مشر ښاغلي مارټین چې په ترکیب کې یې د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي «Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو هم ګډون درلود، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو چې خپل خدمات د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوو. همداراز نوموړي په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه هیوادوالو د وېشلو خبر ورکړ.
ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې.
ورپسې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او لوړ رتبه پلاوي له راتګ څخه مننه کړې او ويې ويل:« افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسولیت لري چې افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي».
ښاغلي متقي زیاته کړې چې موږ د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري او له راغلي پلاوي څخه يې وغوښتل چې د نیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې ورستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالې ټولنې سره شریک شي.
ښاغلي متقي د راغلي پلاوي اندېښنې په غور واورېدې، د «پاملرنه» مؤسسې د فعالیت د بیا شروع کولو په اړه یې ځانګړې مننه وکړه.


















