کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي ، چې تېر کال په هېواد کې ۳۰۰۰ تنه افغانان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د وياند شرافت زمان په وينا: په ۲۰۲۲ م کال کې څه باندې ۳۳۰۰ تنه هېواد کې پر سرطاني ناروغۍ اخته شوي او همدا راز ۳۰۰۰ کسان يې له امله مړه شوي ، چې د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي.
نوموړي دا څرګندونې د سرطان ناروغۍ نړيوالې ورځې را رسېدو په مناسبت کړي دي.
د يادونې وړ ده چې کابل، کندهار او هرات کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د تشخيص درې مرکزونه فعاليت کوي او د روغتيا وزارت د مسوولينو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې، چې نږدې راتلونکې کې هېواد کې د سرطاني ناروغۍ د درملنې يو بل ځانګړی مرکز هم جوړ شي.