د چاه آب د پاشان د سرو زرو لوی کان داوطلبۍ ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د پاشان د سرو زرو لوی کان يې د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارلی دی.

د ياد وزارت له لوري ويل شوي، علاقمندان کولی شي چې د یادې پروژې (EoI & PQQ) داوطلبۍ اسناد د 1401 کال د سلواغې له 22 نېټې څخه تر د 1401 کال کب تر 22 نېټې پورې وروسته له خانه پورۍ د لویو کانونو چارو د تنظیم ریاست ته وسپاري.

د معلوماتو له مخې، ويل کېږي په دغه کان کې نېږدې 50 ټنه سره زر شتون لري.

مربوطه مطالب

Back to top button