کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په ترکیې او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۱ زرو تنو او د ټپیانو شمیر ۷۳ زرو تنو ته رسیدلی دی. ترکي چارواکي وايي، په ۱۰ زلزله ځپلو ولایتونو کې ۱۲۰ زره مرستندویه کارکوونکي په کار بوخت دي، چې تر ۶ زرو ډېر یې د ۷۵ هېوادونو وګړي دي. د ترکیې ولسمشر په زلزله ځپلو سیمو کې د دریو میاشتو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی او د دغې خونړۍ زلزلې له قربانیانو سره یې ژمنه کړې چې په راتلونکي کال کې به د دوی لپاره کورونه جوړ کړي. خو ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د رامنځ ته شوي ناورین بشپړ ابعاد او اړخونه لا روښانه نه دي. بلخوا سړه هوا د هغو زرګونو کسانو ژوند ګواښي چې له زلزلې روغ وتلي خو سرپنا، اوبه او خواړه نه لري.
















