په هند کې د ريل ګاډو د ټکر له امله کابو ۳۰۰ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ جوزا، ۱۴۰۲ل)

د هند په شمال ختيځ اوديسا ايالت کې د رېل‌ ګاډو د ټکر له امله څه باندې ۲۸۸ کسان مړه شوي او له ۱۰۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.پېښه د جمعه په ورځ د جون دويمه د هند د اوديسا ايالت په بالاسور سيمه کې د درېوو رېل‌ګاډو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، پېښه کې دوو مسافر وړونکو او له توکو بار يوه رېل‌ګاډي ټکر کړی چې له کبله يې ياده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.په ورته مهال سيمه کې ژغورونکې ډلې د رېل‌ګاډو لاندې د ايسارو ژوندي کسانو پر رااېستلو بوخت دي. داسې ويل کېږي ،چې لا هم تر اوګاډو لاندې يو‌شمېر کسان ژوندي پاتې دي.رسنيو سيمه کې د ژغورونکو ډلو له قوله راپور ورکړی، چې ښايي د مړينې شمېرې له دې هم پورته شي.د چارواکو په وينا، د پېښې ځای ته په لسګونه امبولانسونه، د ژغورنې ډلې او پوځ رسېدلې دي. د هند لومړي وزير نرېندرا مودي د يادې پېښې له کبله خواشيني ښودلې او پرون شنبه ورځ يې دغه ايالت کې ملي ماتم اعلان کړی و.دغه پېښه په هند کې په تېره يوه پېړۍ کې د ريل ګاډو ټکر تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي.هند کې د رېل‌ګاډې شبکې زړښت له امله ډېري وخت دغه هيواد کې ورته پېښې رامنځته کېږي. د هندي رسنيو د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې د رېل‌ګاډو د ټکر او چپه‌کېدو ۱۸۰۰۰ پېښې شوي چې څه باندې ۱۶۰۰۰ کسان يې له امله مړه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button