دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جون 5, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
31
ځلې شریک شوی
385
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه حمیدالله بسيا

سږکال به St. Petersburg International Economic Forum نړيواله اقتصادي غونډه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو ، سوداګرو، سياسيونو او تيوريسانو په ګډون د جون له ١٤مې څخه تر ١٧مې نېټې پورې د روسيې په سن پيټرزبورګ کې روانه وي. دا اقتصادي نړيوال فورم او نړيواله ناسته هر کال د جون په مياشت کې په سن پیټرزبورګ کې جوړېږي. سږکال پکې د نړۍ دبېلابېلو هېوادونو سياسي مشران، ستر اقتصادي پانګوال، سوداګر، او نورې مشهورې څېرې ګډون کوي او د نړيوالو سوداګرو او سياسي مشرانو تر منځ د خبرو اترو او د سوداګري او اقتصادي پراختيا به باره کې بحث کېږي او په ډېرو مهمو نړيوال اقتصادي موضوع ګانو باندې ډيالوګ، د نظرونو تبادله او قراردادونه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

د جون په پیل کې د ټولې نړۍ د سوداګرو ، اقتصادي کارپوهانو او سياسيونو پام په سینټ پیټرزبورګ باندې متمرکز وي. دلته د هرچا لپاره چې غواړي پيسې وګټي او اقتصادي پراختیا وکړي یو نړیوال پلیټ فارم خلاص شوی دی . د سلګونو هیوادونو میلمانه د روسیې شمالي پلازمینې سن پيټرزبورګ ته ځي. د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم د سیاسي ، حکومتي او سوداګري حلقو ترمنځ د خبرو اترو لپاره فرصتونه چمتو کوي. دا نړيوال فورم له ۱۹۹۷ راهیسې هر کال تنظيمېږي او د داووس اقتصادي فورم سره چې په سوټيزرلېنډ کې جوړېږي او يوه نړيواله اقتصادي ناسته ده، يو ډول د ارزښت او پاموړ نړيواله اقتصادي غونډه ده.

حتی هغه دولتونه چې د معمولي شرایطو لاندې یوې موافقې ته رسیدل ورته مشکل ښکاري په دې کنفرانس کې ګډه ژبه او ښه نړيوال اقتصادي شريکان پيدا کولای شي. دلته د هر پانګوال او د هر هېواد د دولت لپاره د دوه اړخیزې او څو اړخيزې ګټورې اقتصادي همکاري فضا برابره شوې وي. د سوداګري نړيوالې ټولنې، د سوداګرۍ ګټې، حدود او هرڅه دلته روښانه دي.

هرکال په زرهاوو مېلمانه د سینټ پیټرزبرګ نړیوال اقتصادي فورم څخه لیدنه کوي. د نړۍ د Leading 27 مخکښو او پرمختللو هیوادونو مشرانو په بېلابېلو برخو کې خبرې کوي. دلته د نړیوال اقتصاد مسئلې او ستونزې په نښه او بيا ورته حل او لارې چارې په ګوته کېږي ، په بیلابیلو برخو او څانګو کې د پرمختللي ټیکنالوژیو سره بلدتیا پيدا کېږي او پانګوال د خپلو اقتصادي چارو د اسانتيا او پرمختيا لپاره د ټيکنالوژي له کمپنيو سره قراردادونه ترسره کوي.

په دې نړيواله غونډه کې به سږکال په زرګونو سياسيون، سوداګر او نړيوال کاروباريان شرکت وکړي.

دا په نړۍ کې يو ستر اقتصادي ناسته ده چې هر کال جوړېږي او په وروستي کلونو کې ان تر ۱۵ زره مشهورو اقتصادي کارپوهانو ، پانګوالو او سياسي کسانو ګډون پکې کړی دی او د هغه په چارچوب کې هرکال په لسګونو، قراردادونه، د همکارۍ هوکړه

ليکونه، چې ارزښت یې تر ۱۰ زره ميليون ډالرو څخه اوړي امضا شوي دي.

دا اقتصادي فورم د هغو مخ پر وده هېوادونو او غريبو هېوادونو لپاره يو ښه فرصت دی چې غواړي خپلې اقتصادي اړيکې پراخه کړي او د نويو اقتصادي شريکانو په لټه کې دي، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، ترکيې او د سويلي اسيا د هېوادونو لپاره چې غواړي د روسيې سره او له نورو هېوادونو سره چې په دې فورم کې ګډون کوي ارتباطات ټينګ کړي او اقتصادي اړيکې ورغوي. او د هغو هېوادونو لپاره چې غواړي د روسيې انرژي او بازارونو ته لاس رسی پيدا کړي غوره چانس دی ځکه روسيه د لويديځ د بنديزونو وروسته د نويو اقتصادي شريکانو په لټه کې ده او غواړي خپل سوداګريزو توکو او د انرژي د خرڅلاو بازار د لويديځ پرځای د ختيځ له هېوادونو او هغو هېوادونو سره چې روسيه یې د (دوستو هېوادونو) په نامه يادوي پراخې کړي او د لويديځ د بنديزونو خلا او د خپلو توکو لپاره پراخ بازار پيدا کړي او د خپل اقتصادي شاتګ مخه ونيسي او تر ډېره بريده پورې په دې کار کې تر اوسه پورې بريالۍ هم ده ،ځکه اقتصادي اړيکې او راکړه ورکړه یې له هند، چين، ترکيې، منځنۍ اسيا، منځني ختيځ او ان لاتينې امريکا سره د پخوا په پرتله ريکارډ کچې ته رسېدلې ده او د لويديځ د وړاندينو برخلاف چې د روسيې اقتصاد به په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال کې بيخي بحراني حالت ته لاړ شي لا غوړېدلی او د انرژي او ګازو لپاره يې د ختيځ پراخ بازارونه پيدا کړي دي او هم یې د خپل پولي واحد (روبل ) له راغورځېدلو او د ډالر او يورو په مقابل کې د ارزښت له لوېدلو څخه ساتلی دی او ان د پخوا په پرتله یې لا ارزښت ښه شوی دی ، يوازې له منځني ختيځ او شمالي افريقا سره یې د سوداګريزو راکړه ورکړه ۹۵ ميليارد ډالرو ته رسېږي. او لا هم ددې اړيکو د پراخولو په حال کې ده او په تېرو ۵ کلونو کې اقتصادي اړيکو ۸۵ فیصده رشد کړی دی او غواړي چې دا سوداګريزې اړيکې لا پسې پراخې کړي.

روسیه نه یوازې یو پراخ دولت دی، بلکې د مخ پر وده او کمزورو هېوادونو لپاره یو لوی بازار دی، چې امکانات یې له پامه نشي غورځول کېدای په نړیوال اقتصاد کې یو مخکښ رول لوبولی او لوبوي. سږکال به دا اقتصادي فورم د معمول په ډول د نړیوال او روسیې اقتصاد مسلو، ټولنیزو مسلو او د ټیکنالوژۍ پراختیا تهځانګړی شوی وي. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په خبره: په دې فورم کې به د پوښتنو یو جلا بلاک به د کار بازار ته ځانګړی شي. د بیکارۍ سره تړلې ستونزو په هواري به خبرې وشي.او اقتصادي کارپوهان او سياسي مشران به خپلې طرحې او نظرونه شريک کړي او په اړه به یې تصميمونه ونيول شي.

روسي شرکتونه د تېر پر خلاف اوس په خپلو شرایطو کې انعطاف ښيي او چمتو دي چې د نړیوالو شریکانو ګټې په پام کې ونیسي.

بل مهم ټکی د افريقا، اسيا او منځني ختيځ له هېوادونو سره د همکارۍ رامنځته کول او پراختيا ده. ډیری یې له روسیې سره د اړیکو له امله د لویدیځ لخوا تر فشار لاندې راغلل. نړیوال اقتصاد په چټکۍ سره بدلون ته دوام ورکوي، پدې معنی چې روسیه د همکارۍ نوي میکانیزمونو په لټه کې ده چې د لويديځ د اقتصادي بندیزونو ګواښونه راټيټ کړي.

په دې اقتصادي ناسته کې به د برازيل ولسمشر او د کیوبا لومړی وزیر مانویل ماریرو کروز او نور مشران هم ګډون وکړي ددې ډول لیدنو ګټې په دوه اړخیزه توګه ګټورې دي او تېرکال چې د افغانستان د واکمن رژيم استازو پکې ګډون وکړ د دوی لپاره يوه ښه اقتصادي فرصت و چې د فورم په څنډه کې یې له سوداګرو سره وکتل او د انرژي او د نړيوال بازار د پيدا کولو او همدارنګه افغاني محصولاتو ته د لارې موندلو په برخه کې ښه ارزښتمن کار ترسره شو او يو لړ هوکړه ليکونه او قرارداونه لاسليک شول.

لوی ټکي: اقتصاديبیسیافورمنړیوال
مخکینې مطلب

په هند کې د ريل ګاډو د ټکر له امله کابو ۳۰۰ تنه مړه شوي

بل مطلب

سوډان کې د اوربند تر ماتېدو وروسته یوځل بیا خونړۍ نښتې پیل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com