سوریه کې د پرځیدلي ريژیم د وسله والو او په د مشق د واکمنې ډلې ترمنځ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هېواد په علوي مېشتو سیمو په ځانګړې توګه “لاذقیه” ولایت کې د پرځیدلي ريژیم د وسله والو او په د “تحریرالشام” په مشرۍ په دمشق د واکمنې ډلې د ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
المیادین خبري آژانس سوریه کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د “لاذقیې” ترڅنګ حمص او ځینې نورو سیمو کې هم جګړه روانه ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یاغیانو مشري د پخواني ولسمشر “بشارالاسد” ورور ماهر الاسد کوي.
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې وسله والو سره په جګړه کې د واکمن ريژیم ۱۹ پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د بشارالاسد ريژیم تر نسکورېدو وروسته سوریه کې یوځل بیا ناکرارۍ پیل شوي دي.



