د یمن وسله وال پوځ په صهیونیستي اهدافو ګڼ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د اشغالي فلسطین په تل ابیب او عسقلان ښارونو د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې یافا اوسنی تل ابیب یې په ۱۰ بالستیک توغندیو ویشتلی او په عسقلان کې یې هم ګڼ اهداف په نښه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یمني ځواکونو ویاند په صهیونیستي اهدافو وروستي بریدونه په غزه، یمن او لبنان د ترهګر اسرائیلي ريژیم وروستیو بریدونو ته غبرګون بللی او د دوام ګوتڅنډنه یې هم کړې ده.



