غزه؛ سرتېري برید ۵ صهیونیستي پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی یوه کس د صهیونیستي پوځیانو په منځ کې سرتیری برید ترسره کړی، چې پایله کې یې پنځه پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې د خپل ډول دریم برید ده، چې په صهیونیستي پوځیانو ترسره کېږي او درنه مرګ ژوبله ور اړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مصر په پلازمېنه قاهره او د قطر په پلازمینه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ، اسلامي جهاد او ځینو نورو فلسطیني مقاومتي ډلو او اسرائیلي ترهګر ريژیم د استازو ترمنځ د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د سولې یوه ممکنه تړون ته د رسېدو په اړه خبرې اترې روانې دي؛ خو امریکا وایي چې حماس غورځنګ داسې شرطونه وړاندې کړې، چې ښایي د خبرو روانه پروسه ناکامه شي. د کتونکو په باور حماس غورځنګ او نورې فلسطیني ډلې په خپلو شرایطو کې لومړی د غزې تړانګې له ټولو سیمو د اسرائیلي پوځ د وتلو غوښتونکې دي.



