طهارت او لمونځ
که څوک د فرضو په اخري دوو تشو رکعتو کې سورة ولولي ؟
د فتوې شمېره (۲۵۵)
پوښتنه :
که څوک د فرض لمانځه په تشو رکعتو ( اخري دوه رکعتو ) کې د سورة فاتحې څخه وروسته سورة ولولي لمونځ یې سهي کیږي او کنه . بینوا توجروا
الجواب وبالله التوفیق :
څلور رکعتیز فرض لمانځه په اخیرني دوو رکعتو کې په سورت ویلو سره لمونځ نه فاسدیږي او نه پرې سجده سهوه لازمیږي.
الدلیل علی ذلک :
ولو قرأ فی الاخریین الفاتحة والسورة لا یلزمه السهو وهوالاصح .
الفتاوی الهندیة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۲۶