(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۹) صابر خپلواک
د ورزشي فدراسيونونو يو شمېر مشران د هېواد په ورزشي چارو کې د حکومت او ځينو نورو کړيو له لاسوهنې اندېښنه څرګندوي او وايي، د دا ډول وضعيت دوام به د ورزش لاسته راوړنې له منځه يوسي.
دوى دغه راز د بدني روزنې رياست او د حکومت په دننه کې يو شمېر کړۍ په ورزشي چارو کې په لاسوهنو تورنې کړې.
د بدن ښکلا فدراسيون مشر او د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال باور هوتک رسنیو ته ویلي، د فدراسيونونو يو شمېر مشرانو په ورزشي ډګر کې د زورواکو او ځينو کسانو لاسوهنې ته زمينه برابره کړې او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې ټول ورزشي اصول او مقررې تر پښو لاندې کړې دي.
هغه وويل: “لوبغاړي له اوسنيو جنجالونو ستړي دي او له حکومت غواړو چې ژر تر ژره د ورزش په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي او لوبغاړي د ورزش د راتلونکي لپاره پرېکړې کولو ته پرېږدي.”
د فوټبال فدارسيون مشر کرام الدين کريم ویلي ، چې پرون يو شمېر وکيلانو د مستقيمې لاسوهنې شاهدان و، نوموړي د وکيلانو د نوم له اخيستو پرته وويلي، پرون د پارلمان يو شمېر وکيلان له هغه کس سره چې رياست ته د نوماندۍ په موخه راغلى و، له ٨٠ وسله والو سره فدراسيون ته راغلى و، چې يوشمېر کارکوونکي يې هم وګواښل او د دغه کار له امله د فوټبال نړيوال فدراسيون د ياد فدراسيون ټاکنې تر نامعلوم وخت پورې وځنډولې.
د اولمپيک کمېټې مشر ظاهر اغبر هم رسنیو ته ویلي،، ولسمشر او اجرائيه مشر ژمنه کړې وه، چې د هېواد د ورزش په وړاندې ټولې شته ننګونې او ستونزې به هواروي او په چارو کې به يې له لاسوهنې مخنيوى کوي خو تر اوسه یې په دې تړاو هیڅ کوم ګام نه دی پورته کړی.