کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
داسې مهال چې غزه له پراخ بشري ناورين سره مخ ده او دغه ناورين لا پسې پراخيږي، په امريکا او يو شمېر اروپايي هيوادونو کې محصلینو د غزې په ملاتړ او د اسراییلو د غندلو په خاطر بې ساري لاریونونه تنظيم کړي دي.
د غزې د بې دفاع خلکو پر
وړاندې د اسرائیلي پوځ وحشیانه او پراخ بریدونه د لسګونه زره بې ګناه فلسطینیانو د شهادت او ټپي کیدو سبب شوي او دغه بې ساري جنایت په امریکايي او اروپايي پوهنتونونو کې پراخو لاریونونو ته زمینه برابره کړې ده.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دغو لاريونونو په ترڅ کې فرانسوي محصلينو په داسې حال کې چې د فلسطينيانو په ملاتړ شعارونه ورکول، چې د پوهنتون د ودانۍ په کړکيو او دروازو کې د فلسطين بيرغونه ځوړند وو.
بايد وويل شي، چې په څو ورځې کيږي چې د امریکا په زياتره پوهنتونونو کې هم د فلسطيني ملت سره د يووالي په موخه پراخ لاريونونه روان دي او داسې چې د فلسطين د ازادۍ او يو خپلواک فلسطيني دولت د رامنځته کیدو قضيې ټوله نړۍ په حرکت راوستې او شونې ده، چې فلسطيني ملت به د اوږدې مبارزې وروسته خپلو اهدافو ته ورسيږي.


















