کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د حماس او صهیونیستي ريژیم ترمنځ غزه کې د اوربند د رامنځته کېدو هڅې روانې دي؛ خو اسراییل لا هم پر رفح ښار کې پر پوځي عملیاتو ټینګار کوي پر وړاندې یې په نړیواله کچه پراخ غبرګونه را پاریدلي دي. امریکا کې د بېلا بېلو پوهنتونونو، ښونځیو او نورو بنسټونو لخوا د اسراییلو پر ضد او د فلسطنیانو په ملاتړ لاریونونه لا هم روان دي او تازه راپورونه وایي، چې یاد لاریونونه د برېتانیا په ګډون نورو اروپایي هيوادونو ته هم غځیدلي دي. الجزیرې نړیوال تلویزیون خبر ورکړی، چې د برېتانیا پلازمېنه کې نږدې ۶۰۰ تنو لاریون کوونکو نړیوال سوداګریز مرکز محاصره کړی او د برېتانیا له حکومت غوښتنه کوي، چې اسراییلو ته د وسلو ورکولو لړۍ ودروي. له بل پلوه د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي “انتونیو ګوتریش” خبرداری ورکړی، چې پر رفح باندې د اسراییلو برید به د بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره ویجاړونکی او د نړیوالو لپاره به د زغم وړ نه وي. نوموړي د امنیت شورا له ټولو غړو غوښتي، چې په له داسې عملیاتو سره دی خپل مخالفت څرګند کړي: ګوتریش زیاته کړې ده، چې زه له ټولو هغو هیوادونو څخه، چې پر اسراییلو نفوذ لري غوښتنه کوم چې د دې عملیاتو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. دغه راز په ملګرو ملتونو کې د پاکستان، ایران، ترکیې، قطر، روسیې او چین استازو هم پر رفح د اسراییلي نیواکګرو د احمتالي برید د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه ښودلی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې اسراییل په یاد ښار له برید کولو را وګرځوي. د یادونې وړ ده، چې د مصر پولې ته نږدې “رفح” ښار کې اوس مهال له غزې تړانګې را کډه شوي ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره کډوال شتون لري او اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو یواځینی لاره هم ده.


















