کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
سپوتنیک خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د اوکراین په اودسا ښار کې روسي ځواکونو د اوکرایني ځواکونو پر یوې پوځي اډې هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۵۰ اوکرایني پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې له یادې اډې وخت نا وخت د دوی په ځواکونو اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کول، ځکه یې اړېنه وبلله چې په نښه یې کړي.
د روسیې دفاع وزارت دغه راز خبرداری ورکړی، چې هر هغه ځای به په نښه کوي، چې د دوی د ځواکونو د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړوي.د یادونې وړ ده، چې د او کراین دفاع وزارت هم په اودسا ښار کې پر خپلې اډې د برید پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په هکله یې څه نه دي ویلي.


















