شاوخوا ۲۱ میاشتې تېرېږي چې غزه، د محاصره د وینو، بمونو او لوږې په اور کې سوځي. تر دې دمه لسګونه زره کسان شهیدان شوي، څو چنده نور ټپیان دي او زرګونه نور تر ویجاړو ودانیو لاندې ورک دي. د غزې هره کوڅه، هر کور، هر روغتون او ښوونځی د صهیونیستي وحشت نښه ګرځېدلې، او دا هر څه د نړۍ د سترګو لاندې روان دي.
د فلسطیني ملت یوازینۍ “جرم” دا دی چې غواړي پر خپله خاوره ژوند وکړي، خپل هویت وساتي، او آزاد ژوند وکړي . ماشومان، مېرمنې، زاړه او ځوانان له لوږې، تندې او بې درملو ژوند سره د ژوند تر ټولو سخت امتحان تېروي، خو بیا هم تسلیمېږي نه. دا مقاومت، دا ثبات، دا قرباني نړۍ ته د رښتینې مينې مثال وړاندې کوي.
خو د خواشینۍ ځای دا دی چې د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو، او پر ځان ویاړوونکو “بشري نهادونو” پټه خوله پاتې کېدل، د ظلم پر وړاندې د هغوی عملي رضایت ښيي. دا چوپتیا، دا بېپروايي، له صهیونیستي رژیم سره د شریکه مجرمانه فضا معنا لري. هغوی چې ځانونه د تمدن مدافعین بولي، د انسانیت نارې وهي، نن د یو ملت د عام وژنې پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښيي. دا د نړیوال ضمیر بې حسي او د بشري ارزښتونو رسوایي ده.
په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ او عربي هېوادونه له لوی تاریخي مسوولیت سره مخ دي. هغوی چې ځانونه د اسلامي امت مشران ګڼي، نن یې د غزې معصوم ماشومان، خويندې او وروڼه د صهیونیستي ټانکونو تر پښو لاندې پرېښي، او خپل واک، شتمني او حیثیت یوازې د خپلو تختونو د ساتنې لپاره کاروي. دا خاموشي نه یوازې غفلت، بلکې د جرم ستر شراکت دی.
تاریخ دا هرڅه څاري. د الله (جل جلاله) نصرت، د فلسطیني ملت استقامت او قرباني به خامخا بری ته رسېږي، خو د نن بې ضمیره نړۍ دا جفا، چوپتیا او نا انصافي به د سبا تاریخ په وینو ولیکي. اوسني او راتلونکي نسلونه به لا ښه پوه شي، چې بشري حقونه یوازې د قدرت لرونکو د سیاسي او اقتصادي موخو لپاره جوړ شعارونه وو، نه پر بشري معيارونو ولاړ اصول.
د غزې غميزه د هر ژوندي وجدان ازموینه ده. که نن موږ چوپ پاتې شو، سبا به زموږ چوپتیا زموږ د رسوایي سند وي. اوس د عملي اقدام، مرستې، دعا، همغږۍ او عدالت غوښتنې وخت دی، موږ بايد په ټول توان د خپلو مظلومو وروڼو سره اوږه پر اوږه د صهيونيستي ښکېلاک پر وړاندې ودريږو او خپل مسوولیت ادا کړو.


















