د خلیفه سراجالدین حقاني او محسن نقوي لیدنه؛ د دوه اړخېزو اړېکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر الحاج “خلیفه سراجالدین حقاني” د د پاکستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو له وزیر، ښاغلي سید محسن نقوي، او ورسره راغلي لوړپوړي پلاوي سره په کابل کې وکتل.
په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، ارشد معین مولوي محمد ابراهیم صدر، له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستیال مولوي سیدالله حماس او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې خلیفه صاحب د پاکستاني پلاوي ته تود هرکلی وویلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړېکو پراخوالي او ښه همکاري د زمینې برابرول ارزښتناک وبلل. نوموړي زیاته کړه، چې د ستونزو د حل کولو باور او د اعتماد فضا دې رامنځته شي.
خلیفه سراج الدین حقاني له افغان مهاجرینو او بنديانو سره د ښه چلند او لازمو آسانتياوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: “موږ دوه ګاونډي مسلمان هېوادونه یو، چې ګڼ مشترکات لرو او د متقابل تعامل لپاره باید لا ډير کار وشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي د امنیت، سرحدي همکاریو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخو کې دوه اړخیزه همکاري مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې په یادو برخو کې به ګډ کار ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سوداګرو او عامو خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره به عملي ګامونه پورته کوي او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو د حل لپاره به دواړه خواوې په ګډه کار کوي.
دغه لیدنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره مهمه بلل شوې ده.



