د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او ځانګړی استازی کابل ته راورسېدل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان نن (يکشنبه، چنګاښ ۲۹مه) کابل ته راورسېدل. یاد پاکستاني پلاوی به د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره وویني.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو، د افغان کډوالو، او د ډیورنډ کرښې پر وضعیت خبرې کول دي. محمد صادق خان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له افغان لوري سره به پر مهمو دوه اړخیزو موضوعاتو بحثونه وشي.

یاد سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال هم کابل ته تللي وو.

د اسلامي امارت له لوري تر اوسه د دغه پلاوي د سفر په تړاو رسمي څرګندونې نه دي شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button