کابل ټکی کام (شنبه ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر، “عبدالملک بدرالدین حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې غزه کې د مقاومت وروستي بریالي بریدونه دومره اغېزناک وو، چې د صهیونیستي رژیم نظامي او امنیتي بنسټونه یې ولړزول.
نوموړي په یوه تلویزیوني وینا کې ټینګار وکړ، چې فلسطیني مقاومت د ډېر محدودو امکاناتو سره، داسې زړور عملیات ترسره کړي چې د اسراییلي رژیم ستراتیژيکه محاسبه یې ګډه وډه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې دا بریدونه نه یوازې د اشغالګرو عسکرو مورال ته تاوان رسوي، بلکې د مقاومت د بریا نښې هم ښکاره کوي.
عبدالملک حوثي یو ځل بیا د فلسطین له ولس او مقاومت سره د یمن د خلکو او انصارالله کلک ملاتړ اعلان کړ، او د اسلامي نړۍ ملتونه یې هم د اشغال پر وړاندې ګډ دریځ ته راوبلل.


















