د فلسطین جهادي ډلې نتنیاهو ته: پایله به جګړه ټاکي او غزه به فلسطینيان اداره کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین ټولو جهادي ډلو په یوه ګډ بیان کې د صهیونیستي ریژیم لومړي وزیر نتنیاهو ته سخت خبرداری ورکړی، او څرګنده کړې یې ده چې برخلیک به د جګړې ډګر کې ټاکل کېږي، نه د هوایي خبرو له لارې.
په بیان کې ویل شوي: «هر څه به د جګړې په ډګر کې مالومیږي، هوایي خبرو ته اړتیا نشته.»
دوی زیاته کړې: «غزه د شهیدانو په وینو خړوب ده او ددې ولس د غازیانو مټې لا له جګړې څخه شلې شوې نه دي.»
«د بيان په پای کې ټینګار شوی، چې غزه به نه تل ابیب او نه هم د تل ابیب په خوښه نور ځواکونه اداره کوي، بلکې غزه به یوازې د فلسطیني ولس بچیان اداره کوي».
بايد وويل شي چې د فلسطيني مقاومت ګډ بيان داسې مهال خپريږي، چې د صهيونيستي رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې پلان لري، غزه په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راولي او تر هغه وروسته يې داسې عربانو ته وسپاري، چې د ده په خبره اسراییلو ته ګواښ نه وي.



