غزه؛ د مقاومت بریدونو کې صهیونیستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزې زړورو مجاهدینو په تازه بریدونو کې د صهیونیستي اشغالګرو ځواکونو پر مرکزونو او نظامي اهدافو باندې بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې ګڼو صهیونیستي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قسام، سرایةالقدس او نورو جهادي ډلو په ګډو عملیاتو کې د اشغالګرو زغره‌ وال موټر، پوځي مرکزونه او د تجمع ځایونه په نښه شوي دي.

سرچېنې وايي، په دغو عملیاتو کې ۸ صهیونیستي عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي، او د اشغالګر پوځ ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د فلسطیني مقاومت ډلو ټینګار کړی، چې تر هغه به جګړه دوام وکړي، څو پورې چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی، او د فلسطین سپېڅلې خاوره له صهیونیستي اشغال څخه نه وي آزاد شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button