یمني ځواکونو د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)

د یمني ځواکونو ویاند “یحیی سریع” اعلان کړی، چې بې‌پیلوټه الوتکو یې درې بریالي پوځي عملیات د صهیونیستي رژیم پر مهمو اهدافو ترسره کړي دي.

د سریع په وینا، لومړۍ بې‌پیلوټه الوتکه د ایلات په هوايي ډګر کې هدف ویشتلی، او دوه نورې بې‌پیلوټه الوتکو عسقلان کې د صهیونیستي پوځ دوه جلا پوځي هدفونه په نښه کړي دي. نوموړي ادعا کړې، چې ټول عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.

یمني پوځ د نړیوالو شرکتونو څخه چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته تګ راتګ کوي یو ځل بیا وغوښتل چې د خپلو کښتیو لېږد ودروي، کنه هدف به وګرځول شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د یمني ځواکونو عملیات به د غزې د محاصرې تر ماتېدو پورې دوام لري او یمن به تل د فلسطیني قضیې ملاتړ ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button