یمن کې زرګونو کسانو د غزې په ملاتړ لاریونونه ترسره کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)

د یمن په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو زرو خلکو پرون جمعه په پراخو لاریونونو کې برخه واخیسته، چې موخه یې د غزې د مظلوم ولس ملاتړ او د فلسطیني مقاومت سره یووالي اعلانول وو.

دغه مظاهرې د “ثابتون مع غزة.. وجهوزيتنا عالية لمواجهة كل مؤامرات الأعداء” تر شعار لاندې ترسره شوې، چې معنا یې ده: «موږ د غزې ترڅنګ ولاړ یو… او د دښمن د ټولو دسیسو پر ضد بشپړ چمتووالی لرو.»

لاریونوالو د فلسطین بیرغونه او شعارونه پورته کړي وو، او د اسرایيلو پر اشغال، بمبار او وژنو یې غوسه څرګنده کړه.

دوی ټینګار وکړ چې غزه یوازې نه ده، او د یمن ولس به تل د فلسطین په ملاتړ خپل دریځ ته وفادار پاتې شي.

مشرانو ویناوالو په خپلو خبرو کې د اسلامي امت له ولسونو وغوښتل چې د غزې او فلسطین لپاره له هر ممکن ملاتړ څخه کار واخلي، ځکه دا یوازې د فلسطین نه، بلکې د ټول امت قضیه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button