يو قوم او ملت هغه مهال په ډاډه زړه او اطمینان سره ژوند کوي، چې د روښانه راتلونکي تمه او د پرمختګ پلان او څرګنده نقشه ولري. د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د پراختیايي تګلارې تدوین او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې منظوري، همدغه ډول تاریخي ګام دی چې د هېواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند پر راتلونکي به ژور اغېز ولري.
دغه سند د افغانستان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پرمختګ نقشه ده؛ داسې نقشه چې د هېواد د اساسي اړتیاوو، ملي سرچینو او داخلي ظرفیتونو پر بنسټ جوړه شوې او ټولې امارتي ادارې د یوه واحد مسیر پر لور رهبري کوي. د تګلارې درې بنسټیز رکنونه ـ ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم، او اقتصاد او ټولنیزه پراختیا ـ په حقیقت کې د هر هېواد د پرمختګ اساسي ستنې دي.
دغه سند د لسو سکتورونو او پنځلسو لومړیتوب لرونکو برنامو له لارې د هېواد ټول اړخونه رانغاړي؛ له دیني او عصري پوهنې نیولې تر کرنې، انرژۍ، روغتیا، ټرانسپورټ او د ښاري او کلیوالي پرمختګ پورې. په ځانګړې توګه د شرعي قانون واکمنۍ، د اسلامي ټولنیز عدالت تأمین، د امنیت ټینګښت، د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا هڅې او د خصوصي سکټور د تنظیم پروګرامونه هغه برخې دي چې د افغانستان د اوسني حالت لپاره بېړنۍ اړتیا بلل کېږي.
په دې توګه، پراختیايي تګلاره یوازې یو اداري سند نه دی، بلکې د یوه ملت ګډ لیدلوری دی. دا تګلاره د ادارو ترمنځ همغږي، د منابعو عادلانه وېش، د متوازن انکشاف تضمین او د خلکو د باور پیاوړتیا هدف ګرځوي. که چیرې دغه سند په رښتینې توګه او په اغېزمن ډول پلی شي، افغانستان به د خپلواک، باعزته او بسیا هېواد پر لور یو ستر ګام پورته کړي.
نن د افغانستان ټول ولس ته اړتیا ده چې له حکومت سره په ګډه د دغه ستر ملي سند د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي. د هر افغان مسؤلیت دی چې د پرمختګ په دې بهیر کې خپله ونډه ولري، ځکه د هېواد راتلونکی یوازې د دولت په هڅو نه، بلکې د ولس او دولت په ګډ تعهد او عملي همکاریو خوندي کېدای شي.
افغانستان د اوږدو جګړو، ستونزو او اشغال وروسته اوس د یوه نوي فصل پر درشل ولاړ دی. د پراختیايي تګلارې تطبیق د همدې نوي فصل پیل دی؛ داسې فصل چې تمه ده د ثبات، پرمختګ او د یوه عزتمند راتلونکي زېری له ځان سره ولري.















