عبدالملک حوثي اسلامي هېوادونو ته: له غزې او یمن وروسته ستاسو نمبر دی چمتو اوسئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په خپلو وروستیو څرګندونو کې اسلامي هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې او یمن وروسته د دوی وار هم راتللی شي، نو اړینه ده چې چمتو وي.

حوثي د ټلویزیوني وینا پر مهال وویل، صهیونیستي رژیم او د هغه ملاتړي هڅه کوي اسلامي امت بې‌وسه او تسلیم کړي؛ خو مسلمانان باید د خپل هېواد، عزت او ناموس د دفاع لپاره تیار وي.

هغه یو ځل بیا د فلسطین د قضيې د ملاتړ اعلان وکړ او په ټینګار یې یې ویلي، چې که د غزې پر خلکو صهیونیستي یرغل او محاصره دوام وکړي، نو یمني ځواکونه به خپلې حملې لا پسې پراخې کړي.

د سیاسي شنوونکو په باور د عبدالملک الحوثي وروستۍ څرګندونې ښیي، چې یمني مشرتابه غواړي خپل اغېز د سیمې په کچه پراخ کړي او اسلامي هېوادونه د احتمالي خطر پر وړاندې متوجه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button