کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سید محمد اتابک سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخو کې د موافقهلیکونو د لاسلیک، د ترجیحي تعرفو د تطبیق او د فراه ولایت د شیخ ابونصر بندر د برېښنا ۲۴ ساعته کېدو په اړه خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، ایران د ستونزو په حل او د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه به تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.