کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د حماس د اوربند پلان ته مثبت غبرګون د تل پاتې سولې لپاره یو مهم او جوړونکی ګام دی.
اردوغان ټینګار کړی چې اسرائیل باید سمدستي خپلې ټولې حملې ودروي او د اوربند پلان ته ژمن پاتې شي. نوموړي همدارنګه ویلي چې ټول انساني او بېړني اقدامات باید بې له ځنډه ترسره شي څو بشري مرستې غزې ته ورسیږي او د تل پاتې سولې زمینه برابره شي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړې چې د دې نسل وژنې او د ناوړه وضعیت پای ته رسول اړین دي، او ترکیه به د فلسطیني ولس د حقونو د خوندي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو د دوو دولتونو حل عملي او د مذاکراتو پایله د فلسطیني ولس په ګټه وي.
















