د ټرمپ د سولې پلان سره د حماس موافقې تر څنګ لا هم په غزه کې درنې بمبارۍ دوام لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د شهاب نيوز ايجنسۍ خبريال محمد هانيه راپور ورکړی چې په غزه ښار کې بمبارۍ نه دي درېدلي او وضعیت له شدیدې اندېښنې ډک دی.

حماس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان منلی او دواړو لوریو اعلان کړی چې ژر تر ژره به د اوربند تړون عملي کړي.

خو نوموړی خبریال ليکي په غزه کې حالات لا هم ډېر ناوړه دي، خلکو تېره شپه د بمبارۍ او کورونو د ویجاړۍ سره تېره کړه، چې تر سهاره يې دوام درلود.

ځايي سرچينې ليکي، د غزې په عمر المختار سړک د اسراییلي ځواکونو تازه هوايي برید لږ تر لږه اووه فلسطینیان شهیدان دي.

برید وروسته له هغې شوی، چې حماس د ولسمشر ټرمپ د سولې ۲۰ مادو پلان ته مثبت ځواب ورکړ او د اسراییلي بندیانو د تبادلې او د غزې د ادارې د سپارلو لپاره چمتووالی یې څرګند کړ.

ولسمشر ټرمپ د حماس د اعلامیې هرکلی کړی او له اسراییل یې غوښتي وو چې د غزې پر بمباریو سملاسي بندیز ولګوي، څو د اوربند زمینه برابره شي. سره له دې، د الجزیرې راپورونه وايي چې د ټرمپ له غوښتنې څو ساعته وروسته، اسراییلي جیټ الوتکو بیا هم پر غزه بریدونه وکړل.

د فلسطیني روغتیايي سرچینو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د اسراییل-حماس د جګړې له امله تر ۶۶ زره ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button