د غزې شمال کې ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د غزې تړانګې په شمالي سیمو کې د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر موټریز کاروان برید کړیو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې برید د درنو وسلو او چاودېدونکو توکو په وسیله ترسره شوی او اشغالګر پوځ ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د القسام لېوا د عملیاتو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه به تر هغه روان وي څو چې د اسرائیلو وحشیانه یرغل دوام لري.

اسرائیلي رسنیو هم خپلو عسکرو ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button