کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” خبرداری ورکړی، چې د اسلامي نړۍ چوپتیا او بېپروايي د غزې د اوسني وضعیت په اړه خطرناکې پایلې لرلی شي.
هغه په خپله وینا کې ویلي، چې د صهیونیستي ريژیم وحشیانه بریدونه د ټول امت پر وړاندې یو ښکاره جګړه ده؛ خو د ډېرو اسلامي هېوادونو دریځ د کتوونکو په څېر دی.
حوثي زیاته کړه: “که د امت ملتونه او مشران د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ ونه کړي، د دښمن وحشت به نور هم پراخ شي او ټول امت به له لویو ستونزو سره مخامخ کړي.”
د یادونې وړ ده، چې د یمن انصارالله غورځنګ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷ مې نیټې راهیسې سلګونه ځله د صهیونیستي اهدافو پر وړاندې بریالي بریدونه ترسره کړي او اعلان یې کړی چې د غزې د ملاتړ لپاره به خپلې حملې روانې ساتي.
















