د سوډان جګړه؛ هوایي برید کې د چټک غبرګون ځواکونو ګڼ جنګیالي وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وايي، چې د سوډان د پلازمینې خرطوم جنوب کې په ترسره شوي هوایي برید کې د چټک غبرګون ځواکونو ګڼ غړي وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، برید هغه مهال شوی، چې د یادو ځواکونو جنګیاليو هڅه کوله د پلازمینې پر لور پرمختګ وکړي.
د سوډان پوځ تر اوسه د برید د جزئیاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي؛ خو سیمهییزو رسنیو ویلي، چې د برید له امله د چټک غبرګون ځواکونو ته درانه تلفات اوښتې دي.
د ویلو ده، چې د سوډان جګړه چې له ۲۰۲۳م کال راهیسې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ روانه ده تر اوسه پکې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه نور یې بېکوره شوي دي.



