عمران خان: هېواد کې قانون نه، بلکې د پوځ واک چلېږي- عاصم منیر د تاریخ تر ټولو ظالم‌ دیکتاتور دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د غه هېواد د تر ټولو ستر سیاسي ګوند “تحریک انصاف” مشر عمران خان له زندان څخه په یوه خپاره کړي پیغام کې د پوځ مشر “جنرال عاصم منیر” باندې سختې نیوکې کړي او هغه یې “د تاریخ ظالم‌ دیکتاتور او رواني ناروغ” بللی دی.

عمران خان ویلي، چې په هېواد کې د قانون او اساسي قانون نه، بلکې د “عاصم قانون” واک چلېږي، او د ده په واکمنۍ کې بې‌ساری ظلمونه شوي دي. د ده په وینا، د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو درناوی نه دی شوی او عاصم منیر د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره هر ډول کار کولای شي.”

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد ټول واک د یوه سړي، عاصم منیر، په لاس کې دی او له امله یې د اخلاقیاتو جنازه وتلې ده.

د عمران خان په وینا، د ۹ مې، ۲۶ نومبر، آزاد کشمیر او د مرید پېښې د “طاقت د ظالمانه کارونې بدترین مثالونه دي.”

عمران خان په خپل پیغام کې ادعا کړې، چې د ده د ګوند ښځینه غړو سره بې‌ساري ظلمونه شوي دي. ده د ډاکټر یاسمین راشد بندي کېدل “سیاسي انتقام” بللی او ویلي یې دي چې بشریٰ بیګم یوازې د فشار لپاره په یوازیتوب کې ساتل کېږي.

ده ټینګار کړی، چې “موږ غلامي نه منو، مرګ ته ترجیح ورکوو او زیاته کړې یې ده چې عاصم منیر پر ما او زما پر مېرمن هر ډول ظلم کړی، خو زه نه غاړه ایږدم او نه تسلیمېږم.”

عمران خان د تحریک انصاف د مذاکراتو دریځ بیا تکرار کړی او ویلي یې دي چې ګوند به “نه له فارم ۴۷ حکومت سره خبرې کوي او نه له اسټېبلېشمنټ سره.

نوموړي څرګنده کړې، چې د مذاکراتو په اړه پرېکړه به د تحریک تحفظ آئین پاکستان متحدین محمود خان اچکزۍ او علامه راجه ناصر عباس کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button