د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه خبرې چې د ترکیې د کوربتوب لاندې ترسره شوې، د یوې نوې هیلې په توګه احساسېدې. تمه وه چې دواړه هېوادونه د توندې فضا پر ځای د تفاهم او منطق له لارې خپل اختلافات حل کړي، خو د خبرو مسیر هغه وخت له واقعي هدف څخه واوښت، کله چې د پاکستان لوری له عملي واقعیت څخه لرې غوښتنې مطرح کړې.
اسلامي امارت ته د پاکستان هغه غوښتنه چې په لیکلي ډول دې تضمین وکړي، نور به د پاکستان په خاوره کې د ناامنۍ هېڅ پېښه نه رامنځته کېږي، نه یوازې غیر منطقي ده، بلکې د نړیوالو تعاملاتو له اصولو سره هم په ټکر کې ده. هېڅ هېواد—که لوی وي او که کوچنی—د دې توان او صلاحیت نه لري چې د بل هېواد د امنیت بشپړ تضمین په خپله غاړه واخلي، په ځانګړي ډول هغه سیمه کې چې امنیتي چاپېریال یې له پیچلو استخباراتي، سیاسي او سیمهییزو فکتورونو څخه اغېزمن وي.
اسلامي امارت تل اعلان کړی چې له خپلې خاورې څخه د هېڅ هېواد پر وړاندې د ناامنۍ اجازه نه ورکوي، او دا د یوې مشروع، معقول او منلې شوې دریځې څرګندونه ده. خو د دې ترڅنګ، د هر هېواد امنیت تر هر څه ډېر د هغه د خپل مدیریت، پالیسۍ او داخلي ظرفیتونو پورې تړلی وي. امنیت نه د فشار، نه د ګواښ او نه هم د لیکلي ژمنې په زور تأمینېږي؛ امنیت د باور، متقابل همکاریو او ګډې ارادې زیږنده دی.
اوس چې د ترکیې په کوربتوب دغه خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې، اصلي لامل یې د پاکستان له لوري پر همدې غیر عملي او ناممکن غوښتنو ټینګار بلل کېږي. پاکستان هڅه وکړه د امنیت ټول مسؤلیت د اسلامي امارت پر اوږو واچوي، په داسې حال کې چې امنیت د یو لاس کار نه دی، بلکې د دواړو لورو ګډ مسؤولیت دی.
که رښتیا هم د سیمې ثبات او د اړیکو عادي کېدل مقصد وي، نو باید فشار پر منطق بدل شي، غوښتنې پر واقعیت ودرول شي، او اړیکې د احترام پر بنسټ تنظیم شي. د فشار سیاست نه اعتماد زېږوي او نه شکونه ختموي؛ یوازې خبرې بېپایلې پرېږدي.


















