امریکا کې د قرانکریم سپکاوی؛ عبدالملک حوثي یمنیان پراخو لاریونونو ته را بللي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي” یمني ولس ته بلنه ورکړې، چې سبا جمعه د قرآن کریم د سپکاوي او امریکایي-صهیونیستي دریځونو پر ضد مظاهرو کې پراخ ګډون وکړي.
نوموړي دغه اقدام د یمني ملت د ایماني هویت، د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ، او د اشغالګرو د توطئو پر وړاندې د ولسي یووالي څرګندونه بللې ده.
د ویلو ده، چې وړمه ورځ امریکا کې یوې یهودي ټولنې په عام محضر کې د سپیڅلي قران د سپکاوي ترڅنګ د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته هم بې حُرمتي وکړه.



