میدان وردګو کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د ۲۰۰۰ ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
میدان وردګو ولایت کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د «میرحمزه رستمخېل» په نوم ملي سړه خونه او د تازه مېوو د پروسس شرکت جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
د مسوولینو په وینا، دغه سړه خونه د ۲۰۰۰ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري چې د کروندګرو د عاید لوړولو او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره به مهم رول ولوبوي.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخوا وویل، اوسنی امنیت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
په همدې حال کې د سړې خونې مسوول حاجي شفیقالله رستمخېل وویل، دغه پروژه په پنځو میاشتو کې بشپړه شوې، یو میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او د شاوخوا دوه لکه جالیو د ساتنې وړتیا هم لري.



