حماس: صهیونیستي ريژیم د اوربند ټول شرایط مات کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د مشرتابه شورا غړي “غازي حمد” ویلي، چې صهیونیستي رژیم د اوربند د تړون له مادو څخه جدي سرغړونې کړې دي او د تړون هېڅ ماده نهده پاتې چې اسرائیلو ترې سرغړونه نه وي کړې.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسرائیلو له پیل څخه د اوربند له تړون سره جدي چلند نه دی کړی، له خپلو ژمنو یې سرغړونې کړي او د سولې لپاره د نړیوالو هڅو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.
غازي حمد ویلي، دا ډول چلند د رژیم اصلي نیت څرګندوي او دا ثابته شوې چې اسرائیل د هر ډول سولې او ثبات پر ضد دی.



