کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
اروپایي پارلمان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې وغندلې، چې پکې یې ویلي وو متحده ایالات باید د ډنمارک اړوند او ورپورې تړلی ګرینلینډ ټاپو واخلي.
پارلمان دغه څرګندونې د نړیوال قانون سرغړونه او د ناټو د یوه متحد هیواد د حاکمیت لپاره خطرناکې بللي دي.
پارلمان ټینګار کړی چې د ډیموکراتیکو متحدانو ترمنځ داسې دریځونه د منلو وړ نه دي او د اروپایي اتحادیې څخه یې غوښتنه کړې چې د ګرینلینډ او ډنمارک واضح او عملي ملاتړ وکړي.
ګرینلینډ د ډنمارک برخه ده، خو ټرمپ څو ځله ویلي چې دا ټاپو باید د متحده ایالاتو برخه شي، ځکه د هغه په وینا دا سیمه د ملي امنیت له پلوه ستراتیژیک اهمیت لري.


















