روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی درمل «راکورس 223Ra» رسمي تائید او معرفي کړ.

دا درمل د راډیوم–۲۲۳ راډیو اکټیف ایزوتوپ پر بنسټ جوړ شوی او په ځانګړي ډول د هډوکو د سرطاني خپرېدنو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د فدرالي طبي او بیولوژیکي ادارې (FMBA) له خوا د دې درملو د طبي کارونې اجازه ورکړل شوې او اوس يې په روغتونونو کې عملي استعمال پیل شوی دی.

مسوولين وايي، دغه درمل به د سرطان په درملنه کې د اغېزمنتیا نوې لارې پرانیزي او ناروغانو ته به نوې هیلې پیدا کړي.

روسیه په نړۍ کې د سرطان د درملنې په نوښتونو کې مخکښه ګڼل کېږي، او دا ډول علمي لاسته راوړنې د ناروغانو د ژوند د کیفیت د ښه کېدو او د ټکنالوژۍ د پرمختګ لامل ګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button