ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي شهادت تائيد کړ — تهران ملي ماتم اعلان کړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د امریکا او اسرائیلو د ګډو بریدونو په ترڅ کې شهيد شوی دی.
د راپورونو له مخې، په همدې بریدونو کې د هغه د کورنۍ څو غړي، د لور، لمسي، نږور او زوم په ګډون، هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رسنیو ویلي چې د ایران حکومت د پېښې له امله اووه ورځې عمومي رخصتي او څلوېښت ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
علي خامنهيي په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د روحالله خمیني له مړینې وروسته د ایران د رهبر په توګه وټاکل شو او د متحده ایالات او اسرائیل له سختو منتقدینو څخه شمېرل کېده.



