کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په عراق او کویټ کې د امریکا پر دوو پوځي اډو بریدونه ترسره کړي دي.
د یاد ځواک په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغو بریدونو پر مهال توغندي پر ټاکلو هدفونو لګېدلي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.


















