کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم په کندهار کې د روږدو د درملنې مرکز یوه څنډه او یو خالي کانټینر بمبار کړي دي. د هغه په خبره، په دې بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
مجاهد ټینګار کړی چې دا بریدونه هېڅ ډول مرګژوبله نه لري او پاکستان به د خپلو شرارتونو ځواب وویني.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، د روږدو د درملنې مرکز یوه څنډه په بمبار کې زیانمنه شوې، خو خلک پکې نه دي ټپیان شوي، او د اسلامي امارت ځواکونو د هر ډول احتمالي اقداماتو لپاره چمتوالی لري.


















