کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې اعلان کړی چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه یې د شیخ ابو نصر فراهی بندر له لارې وارد شوي ۳۷.۲ ټنه بېکیفیته وچ قیر بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد کړي دي. د ادارې په وینا، یاد توکي له کورنیو معیارونو سره سمون نه درلود.
د سرچینې په وینا، دغه محموله د کیفیت له دقیق کنټرول او هراړخیزې ارزونې وروسته رد او بېرته لېږل شوې ده.
مسؤلین ټینګار کوي چې په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په منظمه او جدي توګه روان دی.


















