کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) د عامه اړېکو څانګې اعلان کړی،چې د «رښتینې ژمنې–۴» عملیاتو د۵۴ مې څپې په ترڅ کې یې په اسراییلو کې د قوماندې، سیمهییز کنټرول او د کورنۍ جبهې د مدیریت مرکزونه په نښه کړي دي.
د یاد ځواک په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغو بریدونو په لړ کې د متحدو عربي اماراتو په الظفره هوايي اډه کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر ضد هم عملیات ترسره شوي، چې د دوی په وینا د اسراییلو لپاره د استخباراتي ملاتړ رول لري.
اعلامیه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د «فتاح» او «قدر» هایپرسونیک توغندي او همداراز ویجاړوونکي ډرونونه کارول شوي دي.
الظفره هوايي اډه د متحدو عربي اماراتو د پلازمېنې ابوظبۍ شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري، چې د امریکا د هوايي ځواکونو ترڅنګ د اماراتو هوايي ځواک هم د جګړې د قوماندې د مرکز په توګه ترې استفاده کوي.


















