رویټرز: د ایران-امریکا ترمنځ د اوربند لپاره دوه پړاویزه طرحه وړاندې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۵ل)
رویټرز د یوه باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې ایران او امریکا ته د یوې دوه پړاویزې هوکړې طرحه وړاندې شوې، چې پکې لومړی د اوربند او وروسته د وروستي تړون خبرې شاملې دي.

د راپور له مخې، د دې طرحې پر بنسټ به لومړی سمدستي اوربند اعلان شي او ورپسې به د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

سرچینه زیاتوي، چې د پاکستان د پوځ مشر هم په دې تړاو مهمې اړېکې نیولې دي او په جلا جلا توګه یې د امریکا د مرستیال ولسمشر، ځانګړي استازي ویټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره خبرې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، تمه کېږي چې دغه طرحه به د سمدستي اوربند لامل شي او د ۱۵ تر ۲۰ ورځو په موده کې به وروستی هوکړه هم ترسره شي.

تر اوسه د ایران او امریکا له لوري د دې طرحې په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان شوی، خو دا پرمختګونه د روانو کړکېچونو د کمېدو لپاره مهم بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button