پر حیفا ښار د ایران توغندیز برید کې دوه تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د الجزیرې د راپور له مخې، د اشغالي فلسطین پر حیفا ښار د ایران توغندیز برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي، یو شمېر نور نادرکه او ګڼ ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، چې یو توغندی پر یوې استوګنیزې ودانۍ لګېدلی، چې له امله یې د ودانۍ نیمه برخه بشپړه نړېدلې ده.
د ژغورنې ډلې لا هم د ورکو کسانو د موندلو هڅې کوي.
همداراز ویل کېږي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ایران له لوري څو نور توغندي هم توغول شوي، چې د حیفا ښار په بېلابېلو برخو کې یې زیانونه اړولي دي.
تر اوسه د اسرايیلو له لوري د دغو بریدونو د بشپړو جزیاتو او نورو تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.



