افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزو همکاریو او اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)

په تاشکند کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر، د ازبیکستان د ولسمشر مرستیال او د مرکزي آسیا نړیوال انستیتیوت له مشر، جولان وهابوف سره لیدلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د لوړولو، علمي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د سیمې د نښلون او ترانزیټ د پرمختګ پر موضوعاتو خبرې کړي.

په ازبکستان کې د افغانستان سفارت ويلي، چې د خبرو اترو پر مهال د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر خاوره د وروستیو بریدونو په اړه هم خبرې شوي او دواړو لورو د افغانستان د ملي حاکمیت او تمامیت ارضي درناوي ته ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button