امریکا بهرنیو چارو وزارت: ډیپلوماټیکو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د پېښور قونسلګري په تدریجي ډول تړل کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په پېښور کې به خپله عمومي قونسلګري په تدریجي ډول وتړي.

د وزارت په بیان کې ویل شوي چې له دې وروسته به د خیبر پښتونخوا ایالت سره ډیپلوماټیک تماسونه د اسلام‌اباد له سفارته پر مخ وړل کېږي، او دا پرېکړه د ډیپلوماټیکو کارکوونکو د خوندیتوب او د سرچینو د اغېزمن مدیریت لپاره شوې ده.

په بیان کې ټینګار شوی چې که څه هم په پېښور کې د امریکا فزیکي حضور بدلېږي، خو په پاکستان کې د دې هېواد د پالیسۍ لومړیتوبونه به ثابت پاتې شي.

امریکايي چارواکي وايي، دوی به د خیبر پښتونخوا له خلکو او سیمه‌ییزو چارواکو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي، څو اقتصادي اړیکې پیاوړې او سیمه‌ییز امنیت ملاتړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په پاکستان کې د امریکا ډیپلوماټیک حضور به د اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور له ماموریتونو څخه دوام ولري، او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به د همدې پاتې استازولیو له لارې پر مخ بیول کېږي.

Related Articles

Back to top button