اسلامي امارت د مولانا محمد ادریس پر شهادت خواشیني څرګنده کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس د شهادت په اړه د خواشینۍ پیغام خپور کړی او دا پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده. نوموړی د پېښور اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې له مخکښو استادانو څخه و، چې نن په یوه برید کې شهید کړای شو.
د اسلامي امارت له لوري په خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې د علماوو شهيدانول د اسلام او دیني ارزښتونو د دښمنانو کار دی او د مولانا ادریس شهادت یې د علمي ټولنې او اسلامي نړۍ لپاره ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.
اسلامي امارت د مرحوم لپاره د جنت الفردوس دعا کړې او د هغه کورنۍ، خپلوانو او شاګردانو ته یې د صبر غوښتنه کړې، همداراز یې د علماوو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د سزا غوښتنه هم کړې ده.



