
ډونالډ ټرمپ: د هرمز تنګي د بېړیو ايستلو پروژه موقتي ځنډول شوې
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو په غوښتنه، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ پروژه (پروژه ازادي) د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې ده.
ټرمپ ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو بریالیتوبونه او د تهران له استازو سره د یوې بشپړې هوکړې پر لور د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی. هغه زیاته کړې چې دواړو لورو په ګډه هوکړه کړې څو د احتمالي تړون د بشپړېدو لپاره فرصت برابر شي.
هغه ټینګار کړی چې که څه هم دا پروژه موقتي ځنډول شوې، خو پر ایران لګېدلي بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او په بشپړ ډول عملي کېږي. ټرمپ ویلي، دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې وګوري ایا د ایران سره وروستۍ هوکړه نهايي کېدای شي او که نه.



